پروان؛ غوربند ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال غوره ليګ پای ته ورسېد
د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په غوربند ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال غوره ليګ سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې شينواري لوبډلې خپلې سیالې فرنجل ځوانانو لوبډلې ته د ۳/۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د واليبال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو هڅول و، چې ۸ ورځې يې دوام وکړ.
