پروان؛ سرخ پارسا ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته روسېدې
د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ پای ته ورسېدې.
دغو سیالیو کې د میانه جای،خواجه امان، بې غمک او سروکي لوبډلو ګډون کړی وو، چې په پایلوبه کې د بې غمک لوبډلې خپلې سیالې میانه جای لوبډلې ته د ۲/۱ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د والیبال ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د پروان ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.
