پروان؛ د اشي هارا کراټې د ورزشکارانو د هڅونې او ستاینې مراسم ترسره شول
د پروان د ورزش امریت د آشي هارا کراټې فدراسیون د اته کسیزې لوبډله د هڅونې او ستاینې مراسم ترسره کړل، چې د تهران په کوربتوب یې د ۱۲ هیوادونو ترمنځ غوره سیالۍ وکړې او هیواد ته راستانه شول.
د پروان ولایت د بدني روزنې او سپورټ امر عبدالظاهر خالقیار له ورزشکارانو سره د تلپاتې همکارۍ او ملاتړ ژمنه وکړه.
