پروان؛ اتفاق لوبډلې د پروان پوهنتون محصلانو اتحاد جام په نوم د واليبال سياليو اتلولي خپله کړه

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۱۹:۲۶
پروان؛ اتفاق لوبډلې د پروان پوهنتون محصلانو اتحاد جام په نوم د واليبال سياليو اتلولي خپله کړه

د پروان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د لسو لوبډلو ترمنځ د پروان پوهنتون محصلانو اتحاد جام په نوم د واليبال سيالۍ، چې يوه اوونۍ مخکې پيل شوې وې، د اتفاق لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې د ارغوان، دره سرخ، اتفاق، پنجشیر،‌ بدخشان، لیلیه، فتح خیبر، اتحاد سرخ، آفتاب او روشنایي لوبډلو گډون کړی وو، چې په پايلوبه کې اتفاق لوبډلې خپلې سيالې دره سرخ لوبډلې ته د ۳ پر صفر ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته کپونه، توپ، مډالونه، ورزشي لباسونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۸
Background image

میدان وردگ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ واليبال ليگ سيالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او زندانونو چارو آمریت په گډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال ليگ سیالۍ د زینت الله زندانیانو لوبډلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۱۲
Background image

تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ووشو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ د تنکيو ځوانانو، نویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۵۴
Background image

تخار؛ خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

BACK TO NEWS