والیبال: دتڼیو منتخب ټیم دځوانانو دیووالي او انسجام ټورنامینټ اتلولي خپله کړه.

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۱ - ۱۱:۱۰
والیبال: دتڼیو منتخب ټیم دځوانانو دیووالي او انسجام ټورنامینټ اتلولي خپله کړه.

د والیبال هغه مسابقات، چې د خوست ولایت دتڼیو ولسوالۍ د دورملکې په کلي کې د ورزشي امریت اړوند د والیبال فدراسیون په چوکاټ کې په لاره اچول شوې وې، نن ورځ پای ته ورسېدلې.

په دې ټورنامینټ کې خوست په سطحه دپیاوړو لوبډلو ترڅنګ دهرې ولسوالۍ او سیمې (۳۶) لوبډلو برخه اخیستې وه.

ددې سیالیو پای لوبې ته دتڼیو منتخب ټیم او ددلپوریو مسؤول لوبډلو لاره پیدا کړې وه.

په پای لوبه کې لمړي دوه میدانونه دتڼیو منتخب ټیم په خپل نوم کړل، درېیم میدان د دلپوریو ټیم په خپل نوم کړ او وروستی څلورم میدان دتڼیو منتخب ټیم وګټلو، چې په دې سره د تڼیو منتخبې لوبډلې وکولی شول، چې ددې ټورنامینټ اتلولي په خپل نوم کړي.

له لوبې وروسته په مراسمو کې خوست ولایت دوالیبال فدراسیون مشر زمری سیلاني، دتڼیو والیبال عمومي مشر امین صادق، دتڼیو ولسوالۍ امنیه قوماندان، دتڼیو ولسوالۍ ښاروال عثمان حیدر او نورو ګڼو مېلمنو خپلې ارزښتناکې ویناوې وکړې او دخوست ورزشي مسؤولینو او یو شمېر ورزشي فعالانو ته یې دغوره خداماتو په موخه ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شوې.

ورپسې دڅلورم، دریم ،دويم او اول مقام ګټونګو لوبډلو ته تحفې ورزشي لباسونه او کپونه ورکړل.

دمراسمو په پای کې ګټونکي(دتڼیو منتخب) ټیم ته پسه ډالۍ شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۳:۵
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د اتو ولایتونو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې له اتو ولایتونو د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سیالۍ ترسره شوې.

دغو سیالیو کې له پکتیکا،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۵۹
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې، چې ۳۵ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې استقلال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۰:۵
Background image

سکرتر جنرال فدراسیون ملی جمناستیک برای اشتراک در کنگره فدراسیون بین‌المللی جمناستیک عازم تایلند شد

فردین امید جلالی، سکرتر جنرال فدراسیون ملی جمناستیک کشور به‌هدف اشتراک در هشتادوششمین کنگره فدراسیون بین‌المللی ژیمناستیک، عازم تایلند شد.

این نشست از ۴ تا ۵ اکتبر به میزبانی کشور. . .

BACK TO NEWS