هملند؛ په ناوه ولسوالۍ کې پنجاودو ستوریو لوبډلې د ټېپ بال کرکټ سیالیو اتلولي خپله کړه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۰ - ۹:۱۱
هملند؛ په ناوه ولسوالۍ کې پنجاودو ستوریو لوبډلې د ټېپ بال کرکټ سیالیو اتلولي خپله کړه

د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ په پنجاودو سیمه کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د یووالي او ورورولۍ په نوم د ټېپ بال کرکټ سیالیو اتلولي پنجاودو ستوریو لوبډلې خپله کړه.

د یادو سیالیو پایلوبې ته پنجاودو ستوریو او پوپل اتلانو لوبډلو لار موندلې وه، لومړی توپوهنه پنجاودو ستوریو لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو ۱۶ اورونو کې یې سیالې لوبډلې ته ۲۶۵ منډې هدف کېښود، بل لوري ته پوپل اتلانو لوبډلې د یادې لوبې ۱۵ اورونه ولوبول او د ټولو لوبغاړو په زیان یې ۱۵۶ منډې وکړې او په ۱۰۹ منډو یې ماتې ومنله.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۵:۱۸
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۷
Background image

کاپیسا؛ نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۳
Background image

پکتيکا کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز ښرنې اړوند ملک لوبغالي کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د فيصل شايسته لوبډلې په اتلولۍ. . .

BACK TO NEWS