هلمند کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې د له درېيو ولايتونو ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال ګروپي سيالۍ د نظر سادات لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په يادو سياليو کې پر هلمند ولايت سربيره له کندهار او فراه ولايتونو څخه لوبډلو ګډون کړی وو، چې په پايلوبه کې نظر سادات لوبډلې خپلې سيالې شاهين هيرمند لوبډلې ته د ۳-۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سيالۍ د ځوانانو سالم مصروفیت او د ولايتونو لوبغاړو ترمنځ د يووالي په موخه وشوې، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.
