هلمند کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د والیبال ګروپي سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۲:۴
هلمند کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د والیبال ګروپي سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د والیبال ګروپي سیالۍ د عظیمي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د حبیبي او عظیمي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې عظیمي لوبډلې د ۲/۱ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دغه سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي رامنځته کولو په موخه ترسره شوې چې درې ورځې یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۴۷
Background image

میدان وردګ؛ جلریز ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبغاړو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوي د یاد ولایت په جلریزولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ په درې کیلو متره واټن کې ترسره شوې، چې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۴۶
Background image

بلخ ؛ چاهي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د حاجي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې حاجي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۴۴
Background image

بلخ ؛ شولګرې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په شولګرې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د بدرالدین لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې. . .

BACK TO NEWS