هلمند کې د فوټبال سیالۍ پیل شوې

Afzal-af
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۲ - ۱۲:۵
هلمند کې د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د فوټبال سيالۍ په څلورو ګروپونو کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ پرون د هلمند ولايت د ورزش امر، د فوټبال فدراسيون د مسوولينو او د دغه ولايت د فوټبال مينه والو په شتون کې پيل شوې.

د دې سياليو په لومړۍ ورځ د استقلال او نوى ازادي لوبډلو لوبه وکړه، چې په لومړۍ لوبه کې د 1: 0 په توپير د نوي ازادي لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده او په دويمه لوبه کې د لښکرګاه ښار او د بورومند عالي لېسې ټیمونو لوبه وکړه او لوبه یې 1-0 د لښکرګاه ښار عالي لېسې ټیم په ګټه پای ته ورسیده.

د یادولو وړ ده چې دا لوبې به څو ورځې دوام وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۸
Background image

هلمند، په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ، چې درې اوونۍ يې دوام وکړ پای ته. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۴
Background image

زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ٢٧ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پانکریشن فدراسیون د استازولۍ له لوري، د زابل ولايت په مرکز قلات ښار کې د دوو کلبونو د ورزشکارانو ترمنځ د پانکريشن سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۷
Background image

کابل کې د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس مل فدراسيون له لوري د کابل ښار د لوديځ زون د ۴۱ کلبونو څخه د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس نوولسم. . .

BACK TO NEWS