هلمند کې د اتو ولسواليو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د ياد ولايت په نهر سراج ولسوالۍ ايوبي لوبغالي کې د اتو ولسواليو ترمنځ د فوټبال سيالۍ چې ۲۰ ورځې مخکې پيل شوې وې د ګرشک معروف لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې ګرشک معروف لوبډلې خپلې سيالې ګرشک زمبلي مظلوم لوبډلې ته د ۳-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
