هلمند ولایت کې د فوټسال څلورم پړاو سیالۍ د هریرود لوبډلې په بریا پیل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۳ - ۱۱:۳۳
هلمند ولایت کې د فوټسال څلورم پړاو سیالۍ د هریرود لوبډلې په بریا پیل شوې

د هلمند ولایت فوټسال ورزش کمېټې له لوري، د ښاروالۍ ریاست او همت موبایل پلورنځي په مالي مرسته د یاد ولایت په مرکزي جمنازیوم کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال څلورم پړاو ګروپي سیالۍ د هریرود لوبډلي په بریا پیل شوې.

په دغو سیالیو کې د هریرود، تسل، سیداباد، ښاروالۍ، سربلند یاران، واحدي، المهدي، برومند، اقصی او نورک لوبډلو ګډون کړی، چې لومړۍ لوبه کې هریرود لوبډلې خپلې سیالې تسل لوبډلې د ۱۱/۴ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټسال ورزش ته د ځوانانو هڅوول دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS