هلمند؛ گرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۲:۶
هلمند؛ گرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري او د نور علي نورزي په مالي ملاتړ د گرمسېر ولسوالۍ په هزارجفت فوټبال حوزه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د "ش.ه.ي.د لعل محمد" په نوم د فوټبال گروپي سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې هزار جفت مرکزي لوبډلې خپلې سيالې خراسان لوبډلې ته د ۰/۳ گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.

د يادو سياليو موخه د ځوانانو لپاره د سالم مصروفیت برابرول او ترمنځ يې يووالی رامنځته کول دي، چې يوه مياشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۲
Background image

پکتیا؛ زرمت ولسوالۍ کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په زرمت ولسوالۍ کې له شپږو ولایتونو د ۱۸۰ نیزه وهونکو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د پکتیا، پکتیکا، غزني،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۴۴
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سي ګروپ سيالۍ پای ته ورسېدې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سي ګروپ سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۴۳
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې. . .

BACK TO NEWS