هلمند؛ گرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۱ - ۱۰:۴۱
هلمند؛ گرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د گرمسېر ولسوالۍ په صفار فوټبال حوزه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د محمد صديق معراج په نوم د فوټبال گروپي سيالۍ د ستاره هلمند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د ستاره هلمند او صفار لېسې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ټاکلي وخت سيالي ۰/۰ مساوي پای ته ورسېده، خو په پینالټيانو کې ستاره هلمند لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۴ پر ۳ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

د يادولو وړ ده، چې دغو سیالیو دوې اوونۍ دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۵
Background image

غور؛ شهرک ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال لومړی درجه ليګ سيالۍ پای ته ورسېدې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شهرک ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د شهرک ولسوالۍ فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې.

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۱
Background image

دایکندي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د جوانان سراب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د سولې او دوستۍ جام په نوم د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چې څلور اوونۍ مخکې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۴۹
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شور تپې ولسوالۍ کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې. . .

BACK TO NEWS