هلمند؛ گرمسېر ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د يووالي په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۸ - ۱۴:۱۲
هلمند؛ گرمسېر ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د يووالي په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري په امير بلند آغا سيمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د يووالي په نوم د واليبال شپنۍ سيالۍ د درويشان لوبډلې په بريا پيل شوې.

په دغو سياليو کې د درويشان، بنادر، هزار جفت، عمرزي، احسان، درويش، شاهين او حبيبي لوبډلو گډون کړی.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د درويشان او حبيبي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايل

ه کې درويشان لوبډلې سيالې لوبډلې ته ۰/۳ ميدان په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به دوې اوونۍ دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS