هلمند؛ گرشک ولسوالۍ کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د گرشک ولسوالۍ په ورزشي جمنازيوم کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د فوټسال گروپي سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې عسکري لوبډلې خپلې سيالې عزت بارک لوبډلې ته د ۴ پر صفر گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.
دا سيالۍ د ځوانانو لپاره د سالم مصروفیت برابرولو په موخه ترسره کېږي، چې شاوخوا ۲۵ ورځې به دوام وکړي.
