هلمند؛ گرشک ولسوالۍ کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۰:۵۱
هلمند؛ گرشک ولسوالۍ کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د گرشک ولسوالۍ په توفان ورزشي لوبغالي کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ په گروپي شکل د رمضان جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د گرشک اتلانو او گرشک ستورو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې گرشک ستورو لوبډلې په ټاکلو اتو اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۸۶ منډو هدف کېښود، گرشک اتلانو لوبډلې ياد هدف ترلاسه کړ او د نهو ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د ځوانانو سالم مصروفیت دی، چې شاوخوا دوې اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۶:۴۶
Background image

پکتیکا؛ سر روضه ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سر روضه ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د عصمت زاولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۶:۴۴
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري او د یونیسیف مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ننګرهار ځواک لوبډلې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۶:۳۳
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۲۰ C لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۲۰ Cلوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د تاختیانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS