هلمند؛ گرشک ولسوالۍ کې د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۰:۴۰
هلمند؛ گرشک ولسوالۍ کې د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ او د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د گرشک ولسوالۍ اړوند هاشمي لوبغالي کې د ۱۹ب لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د عسکري لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه کې عسکري لوبډلې خپلې سيالې ايف سي لوبډلې ته د ۶ پر ۲ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

دا سيالۍ د ځوان نسل د سالم مصروفیت په موخه وشوې، چې درې اوونۍ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۷:۵۹
Background image

پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٣٥ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٣٥ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د بکخېلو ملنګ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۷:۵۵
Background image

پکتیکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د جاوید لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۷:۵۲
Background image

کابل کې د پاورليفټينگ نهم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د پاورليفټينګ ملي فدراسیون له لوري د کابل ولايت له ۸ کلبونو څخه د ۱۲۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار نهم پړاو ټاکنيزې سيالۍ د. . .

BACK TO NEWS