هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوتسال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۴:۳۳
هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوتسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د اقبال لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د اقبال او درویشیان لېسې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې اقبال لوبډلې د ۸/۱۲ ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

د سیالیو په پای کې میراغا د سیالیو غوره لوبغاړی، جاويد فیصل غوره ګول وهونکی او نقیب الله غوره ګول ساتونکی ونومول شو.

دا سیالۍ د ګرمسېر ولسوالۍ ټاکنیزې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو د ټاکلو په موخه ترسره شوې، چې یوه نیمه میاشت یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۹:۱۰
Background image
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۷:۱۹
Background image

خوست؛ په عليشرو ترزيو ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري په عليشرو ترزيو ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۷:۱۸
Background image

خوست؛ په مرکز متون کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري په مرکز لکنو شېر بازار کلي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو د پيل. . .

BACK TO NEWS