هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۵ - ۱۱:۳۷
هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې ګران افغان لوبډلې د ۳ پر صفر ګولونو په توپیر خپلې سیالې لکړې لېسې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.

دا سیالۍ د سیمې د خلکو لپاه د سالمې تفرېح د برابرولو په موخه پیل شوي دي، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۱:۲۹
Background image

په هرات کې ۱۳ ولايتونو ترمنځ د اي انډ د افغانستان د اس ځغلونې اتم پړاو ټورنمنټ پای ته ورسېد

د دغو مراسمو په پيل کې د هيواد د ورزش ادارې د المپيکي چارو رييس داد محمد پاينده اختري ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او د هرات ولايت له استازو يې د مېلمه پالنې او غوره کوربتوب اړوند مننه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۱:۲
Background image

تېره شپه د کابل والي ملا امین الله عبید له لوري د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې بهرني لوبغاړي او ورزشي مسؤولین مېلمانه شوي و.

ښاغلي عبید ټولو بهرنیو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له دوی مننه وکړه، چې د ورزش ادارې بلنه یې ومنله او افغانستان ته راغلل.

دغه راز د مېلمستیا په پای کې د ښاغلي ملا امین الله عبید له. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۱
Background image

#عکسونه

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې دویمه ورځ هم په پوره روڼتیا او ډاډمنه فضأ کې پای ته ورسېده.

د دغو سیالیو لیدو ته د هېواد له ګوټ- ګوټ څخه زرګونه مینوال راغلی و او لوبې یې له نږدې. . .

BACK TO NEWS