هلمند؛ ګرمسیر کې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

Afzal-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۲۴ - ۱۱:۳۸
هلمند؛ ګرمسیر کې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ کې د فوټبال د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره سیالۍ پيل شوې.

په دې سیالیو کې د ( افغان، بنادري ځوانان، آریانا، ګران افغان، سیلاب، بست ساتوونکي) لوبډلې برخه لري او د تګ او راتګ په سیستم به یوه له بله سره ولوبیږي.

د سیالیو پيلیزه لوبه پرون دوشنبه په امیر بلنداغا کې د افغان فوټبال لوبډلې او بنادري ځوانانو فوټبال لوبډلې ترمینځ ۱-۱ مساوی شوه.

ددې سیالیو راتلونکې لوبې به د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې ترسره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۱:۱۱
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ دفوټبال سیالۍ د ګرشک زلمیانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۱:۷
Background image

پکتیکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۱:۶
Background image

ميدان وردگ؛ سيدآباد ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سيدآباد ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ چې دوې ورځې مخکې وشوې وې د. . .

BACK TO NEWS