هلمند؛ ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د نورزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې نورزي لوبډلې د ۲ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې نوریان لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
