هلمند؛ ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۳لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ چې دوې اوونۍ مخکې پیل شوې وې، د دروېشیان لېسې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې دروېشیان لېسې لوبډلې د ۷ پر یو ګول په توپیر خپلې سیالې کشتي لېسې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
