هلمند؛ ګرمسیر ولسوالۍ کې د ١٩ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ١٩ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې، چې ٢٤ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې استقلال دروېشیانو لوبډلې د ٣ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې بارک اتلانو لوبډلې ته ماتې ورمړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله.
