هلمند؛ ګرمسیر ولسوالۍ کې د فوټبال ناک اوټ سیالۍ د ګرمسیر منتخبې لوبډلې په بریا پیل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۳ - ۹:۲۹
هلمند؛ ګرمسیر ولسوالۍ کې د فوټبال ناک اوټ سیالۍ د ګرمسیر منتخبې لوبډلې په بریا پیل شوې

د هلمند ولایت ګرمسیر ولسوالۍ د امیربلنداغا حوزې اړوند په افغان ورزشي لوبغالي کې د ولسوالیو ترمنځ د فوټبال ناک اوټ ټاکنیزې سیالۍ د ګرمسیر منتخبې لوبډلې په بریا پیل شوې.

دغو سیالیو کې د بهرامچه منتخب،خانشین اتفاق، نورسخي، ناوه قریشي، بولان لېسه،ګرمسیر منتخب، اُمید ګرمسیر او ځوانان ګرمسیر فوټبال لوبډلو ګډون کړی وو.

د دې سیالیو لومړۍ لوبه د نورسخي او ګرمسیر منتخبې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه په پایله کې یو پر یو مساوي پای ته ورسېده، خو د ګرمسیر لوبډلې د پنالټي شوټ په وهلو سره سیالې لوبډلې ته د ۴/۳ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او سیالي یې خپله کړه.

هېره دې نه وي یادې سیالۍ به یوه اوونۍ دوام وکړي او موخه یې د لوبغاړو ترمنځ یووالی و.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۵۵
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۵۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدنی روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې اتحاد. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۴۱
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د حاجي سلطان نورزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS