هلمند؛ ګرمسیر ولسوالۍ کې د امیربلند اغا د فوټبال ناک اوټ سیالۍ د اریانا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۷ - ۲۱:۱۴
هلمند؛ ګرمسیر ولسوالۍ کې د امیربلند اغا د فوټبال ناک اوټ سیالۍ د اریانا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ناک اوټ سیالۍ، چې یوه میاشت وړاندې د یاد ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې پیل شوې وې د اریانا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د اریانا او خوشحال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې سیالۍ په ټاکلي وخت کې ۱/۱ مساوي پای ته ورسېده، خو د اریانا لوبډلې د پنالټي ګولونو په وهلو خوشحال لوبډلې ته د ۴/۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د یادو سیالیو د ترسره کېدو موخه د ځوانانو ترمنځ یووالی او د ګرمسیر ولسوالۍ کې د فوټبال ورزش ته وده ورکول وو.

د سیالۍ په پای کې غوره لوبډلو او غوره لوبغاړو ته ډالۍ او جایزې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

کندز کې د شمال ختيځ زون په کچه د فوټبال اتلولۍ سیالۍ پيل شوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د ياد ولايت په مرکز سپين زر ورزشي لوبغالي کې د ۵ ولايتونو ترمنځ د هېواد شمال ختيځ زون په کچه د فوټبال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۵:۸
Background image

پکتیا کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښارکې د پنځو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ د خوست تڼیو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۵:۴
Background image

بادغیس کې ۲۰ روزونکو ته د فوټبال لایسنس D درجې روزنيز کورس پای ته ورسېد

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت له مرکز او ولسواليو څخه ۲۰ روزونکو ته د فوټبال لایسنس D درجې روزنيز کورس پای ته. . .

BACK TO NEWS