هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ ب لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ ب لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ سیالۍ پیل شوې، چې پنځه اوونۍ به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې مسلم لوبډلې له خپل ۱۶۵ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د لس منډو په توپیر یې خپلې سیالې کمال افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
