هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ١٥ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزمې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د ١٥ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې همت لوبډلې د ٣ پر ٢ ګولونو په توپیر خپلې سیالې برومند لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
