هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د درېیوو ولایتونو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې له فراه، نیمروز او هلمند ولایتونو څخه د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې هلمند لومړی، فراه دویم او نیمروز بیا درېیم مقام ترلاسه کړ.
