هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د اتو B لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د څپاند لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د اتو B لوبډلو ترمنځ د فاتح جام په نوم د فوټسال سیالۍ د څپاند لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د ذاهدي سېلاب او څپاند لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې څپاند لوبډلې د ۵ پر ٢ ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
يادې سیالۍ د مک چپس په مالي ملاتړ د نویو ځوانانو او B لوبډلو د هڅونې په موخه ترسره شوې چې ١۵ ورځې یې دوام وکړ.
په پای کې نورآغا د سیالیو د غوره لوبغاړي، نصیر احمد د غوره ګول وهونکي او قدرت الله د غوره ګول ساتونکي په توګه اعلان شول.
