هلمند؛ ځلاند ټايګر لوبډله د ګرشک ولسوالۍ د ټېب بال کرکټ پرمختک جام سياليو اتله شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۷ - ۱۵:۲۵
هلمند؛ ځلاند ټايګر لوبډله د ګرشک ولسوالۍ د ټېب بال کرکټ پرمختک جام سياليو اتله شوه

د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۴ ب لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ پرمختګ جام سياليو اتلولي ځلاند ټايګر لوبډلې خپله کړه.

د‌دغو سياليو پايلوبې ته د ګرشک اتلان او ځلاند ټایګر کرکټ لوبډلو لار موندلې وه، چې لومړی توپوهنه ګرشک اتلان لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو ۱۴ اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته ۱۹۳ منډې هدف کېښود، بل لور ته ځلاند ټايګر لوبډلې دغه هدف د لوبې په‌وروستي اور کې پوره کړ او د یادو سياليو اتلولي يې خپله کړه.

هېره دې نه‌ وي چې یادې سیالۍ د ګرشک ولسوالۍ په مرکزي کرکټ لوبغالي کې د ۱۴ (ب) لوبډلو ترمنځ په کروپي شکل ترسره شوې او درې اوونۍ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۸
Background image

هلمند، په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ، چې درې اوونۍ يې دوام وکړ پای ته. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۴
Background image

زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ٢٧ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پانکریشن فدراسیون د استازولۍ له لوري، د زابل ولايت په مرکز قلات ښار کې د دوو کلبونو د ورزشکارانو ترمنځ د پانکريشن سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۷
Background image

کابل کې د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس مل فدراسيون له لوري د کابل ښار د لوديځ زون د ۴۱ کلبونو څخه د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس نوولسم. . .

BACK TO NEWS