هلمند؛ په گرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۶:۲۳
هلمند؛ په گرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د گرمسېر ولسوالۍ په لکي حوزه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې يوه مياشت مخکې پيل شوې وې، د خپلواک يارانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د خپلواک يارانو او زرغون لکي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې خپلواک يارانو لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو ۱۲ اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۱۵۳ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې زرغون لکي لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۸ منډې وکړې او لوبه يې د ۲۵ منډو په توپير وبايلله.

د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو غوره توپ وهونکی حبيب عليزی، غوره توپ اچوونکی عبدالقوي عليزی او غوره لوبغاړی بيا زبير احمد دانش ونومول شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د امن افغانستان په پلازمېنه کابل کې د نړيوالو لوبغاړو په گډون د غېږنيونې په روانو سياليو کې د لوبغاړو له لوري جالب حرکتونه!

د امن افغانستان په پلازمېنه کابل کې د نړيوالو لوبغاړو په گډون د غېږنيونې په روانو سياليو کې د لوبغاړو له لوري جالب حرکتونه!

#افغانستــان #امن #ورزش #کابل #جشنواره #غېږنیونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۲:۴
Background image

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې دویمه ورځ د انځور په ژبه!

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې دویمه ورځ د انځور په ژبه!

#ورزش

#افغانستــان

#کابل

#امن

BACK TO NEWS