هلمند؛ په گرمسېر ولسوالۍ کې د اختريز جام په نوم د فوټبال سيالۍ پيل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۶ - ۹:۵۵
هلمند؛ په گرمسېر ولسوالۍ کې د اختريز جام په نوم د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت په همکارۍ د گرمسېر ولسوالۍ په هزار جفت مرکزي لوبغالي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د اختريز جام په نوم د فوټبال ناک اوټ سيالۍ د شهيد اجمل لوبډلې په بريا پيل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د شهيد اجمل او شملان ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ټاکلي وخت کې سيالۍ ۰/۰ مساوي پای ته ورسېده؛.خو پينالټيانو کې شهيد اجمل لوبډلې سيالې لوبډلې ته د ۴/۵ گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به پنځه ورځې دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۷:۵۹
Background image

پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٣٥ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٣٥ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د بکخېلو ملنګ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۷:۵۵
Background image

پکتیکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د جاوید لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۷:۵۲
Background image

کابل کې د پاورليفټينگ نهم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د پاورليفټينګ ملي فدراسیون له لوري د کابل ولايت له ۸ کلبونو څخه د ۱۲۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار نهم پړاو ټاکنيزې سيالۍ د. . .

BACK TO NEWS