هلمند؛ په گرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د گرشک ولسوالۍ په ورزشي جمنازيوم کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د اعظمي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې اعظمي لوبډلې سيالې مارجې بلاک الف لوبډلې ته ۲۳/۲۵ نمرو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.