هلمند؛ په ګرمسېر ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د يووالي په نوم د فوټبال رمضان جام سيالۍ د سيال افغان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې سيال افغان لوبډلې خپلې سيالې هزار جفت لوبډلې ته د ۲_۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
په پای کې اتلو لوبډلو او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
