هلمند؛ په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۲۲:۱۸
هلمند؛ په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په ګرمسیر ولسوالۍ کې د فيصل سپورت په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال ګروپي سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو د پیل لوبه د لمر او رضوان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې لمر لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د یو صفر په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

دغه سیالۍ چې دوې اوونۍ به دوام وکړي، موخه یې د ځوانانو ترمنځ د یووالي فضا رامنځته کول یاد شوي دي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۱
Background image

#عکسونه

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې دویمه ورځ هم په پوره روڼتیا او ډاډمنه فضأ کې پای ته ورسېده.

د دغو سیالیو لیدو ته د هېواد له ګوټ- ګوټ څخه زرګونه مینوال راغلی و او لوبې یې له نږدې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۰
Background image

د دودیزې غیږ نیونې بین المللي سیالۍ، دویمه ورځ.

د نندارچیانو شمېر له زرګونو اوښتی، د ٢٥٠٠ کسیز جمنازیوم تر څنګ یو بل جمنازیوم هم له نندارچیانو د ډکېدو په حال کې دی، چې نندارچیان دا لوبې د لوی نصب شوي سکرین په پرده ګوري. د نندارچیانو. . .

BACK TO NEWS