هلمند؛ په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د شهید برهان الدین او شهید مصطفی په نوم د فوټبال سیالۍ، چې ۱۲ لوبډلو پکې ګډون کړی و او درې اوونۍ یې دوام وکړ، د سباوون هاشمي لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبې ته سباوون هاشمي او ځوانان فوټبال لوبډلو لار موندلې وه، چې په پایله کې سباوون هاشمي لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳-۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
