هلمند؛ په ګرشک ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال ګروپي سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټسال کمېټې د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال ګروپي سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د سیلاب زاهدي او انصاري لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې ۱-۱ ګول مساوي پای ته سورسېده، د دغو سياليو په دويمه لوبه کې فولادیانو لوبډلې خپلې سیالې منتخبې لوبډلې ته د ۳-۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
دغه سيالۍ چې دوه اوونۍ به دوام وکړي د ګرشک ولسوالۍ په ورړشي جمنازيوم کې ترسره کېږي.
