هلمند؛ په نادعلي ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختريزې سيالۍ پيل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۶ - ۹:۳۵
هلمند؛ په نادعلي ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختريزې سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت په‌ نادعلي ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختریزې ګروپي سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو د پيل لوبه د فيض روحاني او سوپر ميوند لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه سوپر ميوند لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو ۱۱ اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته د ۲۰۰ منډو هدف کېښود، د لوبې په‌ دويمه پاڼۍ کې فيض روحاني لوبډله د ياد هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او په ۱۶ منډو يې ماتې ومنله.

هېره دې نه‌ وي، چې دغه سيالۍ به ۱۱ ورځې دوام وکړي او موخه يې ورزش ته د ځوانانو هڅول ياد شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۹
Background image

بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د موی تای سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د پانکريشن فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نويو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۷
Background image
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۵
Background image

د ورزش ادارې مرستيال د ش.ه.ید عبدالرحيم لېسې د فوټبال له ميدان څخه لېدنه وکړه

\د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست او د فوټبال ملي فدراسيون فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ او ورسره مل پلاوي د ش.ه.يد عبدالرحيم عالي لېسې د فوټبال او باسکټبال له. . .

BACK TO NEWS