هلمند؛ په مرکز لښکرګاه کې د درېو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو سیالۍ ترسره شوې
د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه په مرکزي جمنازیوم کې د هلمند، کندهار او نیمروز ولایتونو د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو سیالۍ ترسره شوې.
یادې سیالۍ د څلورو کټګوریو( تنکيو ځوانانو، نويو ځوانان، ځوانانو او لویانو) په مختلفو وزنونو کې ترسره شوې، چې په پایله کې هلمند لومړی، کندهار دویم او نیمروز درېیم مقام ترلاسه کړ.
د دغو سیالیو په پای کې مېلمنو، غوره ورزشکارانو او ولایتي مسوولینو ته چمتو شوې ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل شول.
