هلمند؛ په مرکز لښکرګاه ښار کې د ټیپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند، د ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په مرکز لښکرګاه ښار کې د پسرلي جام په نوم د ټیپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه د ګران ناصري او ملکیار لوبډلو ترمنځ وشوه، چې د ګران ناصري لوبډلې د ملکیار په ۱۰ اورونو کې د ۱۰۶ منډو ورکړل شوی هدف د درې لوبِغاړو په زیان پوره کړ او اتلولي یې خپله کړه.
یادو سیالیو کې ۱۶ لوبډلو ګډون درلود او دوې اوونۍ یې دوام وکړ.
