هلمند؛ په مارجې ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنخ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۹:۳۴
هلمند؛ په مارجې ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنخ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مارجې ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو يووالي په موخه دټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د اتحاد C او اتحاد کروچراهي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه اتحاد کروچراهي لوبډلې وگټله او لومړی يې اتحاد C لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه، اتحاد C لوبډلې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۱۹۱ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې اتحاد کروچراهي لوبډلې يواځې ۱۲۷ منډې وکړې او لوبه يې د ۶۴ منډو په توپير وبايلله.

د ويلو ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا ۲۵ ورځې دوام وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۱/۲۸ - ۱۰:۵۷
Background image

ننګرهار کې د ٣٠٠ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار فوټبال لوبغالي کې له ننګرهار او لغمان ولایتونو د ٣٠٠ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

دا. . .

جمعه ۱۴۰۵/۱/۲۸ - ۱۰:۵۰
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د کېک جیتسو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د کېک جیتسو سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د ځوانانو او لویانو ورزشکارانو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۱/۲۸ - ۱۰:۴۳
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ځغاستې سیالي وشوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د اتلتيک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې يوه ورځينۍ سيالي وشوه.

دا سیالي،. . .

BACK TO NEWS