هلمند؛ په لښکرگاه ښار کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۱:۵۴
هلمند؛ په لښکرگاه ښار کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د لښکرگاه ښار په تور ټانگ مرکزي لوبغالي کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د ظريفي لوبډلې په بريا پيل شوې.

د يادو سياليو لومړنۍ لوبه د ظريفي او شهيد غلطان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، ظريفي لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۵۵ منډو هدف کېښود، شهيد غلطان لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او د ۶۱ منډو په توپير يې ماته ومنله.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د هلمند منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل دي، چې شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۸:۲
Background image

د اي انډ د افغانستان د اس ځغلونې اتم پړاو ټورنمنټ مرکزي پلاوی د یوې ناستې په ترڅ کې وستایل شو

د المپیک، بدني رزونې او ورزش عمومي ریاست اړوند د اس ځغلونې ملي فدراسیون له لوري د اي انډ د افغانستان د اس ځغلونې اتم پړاو ټورنمنټ مرکزي پلاوی، چې له کابل څخه یې د دغو سیالیو د لا ښه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۳:۴۸
Background image

د کابل ښار د نويو ځوانانو د سوک وهنې ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدلې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د سوک وهنې ملي فدراسيون له لوري د کابل ښار او ولسوالیو کلبونو څخه د ۲۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار د نويو ځوانانو د سوک وهنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۳:۴۵
Background image

لغمان کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پای ته ورسېد

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز سراج بڼ لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ د ښاروالۍ لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS