هلمند؛ په لښکرگاه ښار کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور درېيم پړاو ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۸ - ۲۱:۵۴
هلمند؛ په لښکرگاه ښار کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور درېيم پړاو ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د پارکور فدراسيون د استازولۍ له لوري د لښکرگاه ښار په پوهنتون ورزشي کلب کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د ځوانانو او لويو ورزشکارانو په عمري کټگوريو کې د پارکور درېيم پړاو ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايله کې په ځوانانو کټگورۍ کې حبيب الله، احسان الله او وحيد الله، د دې ترڅنگ په لويانو کټگورۍ کې بيا وحيد الله، احمد الله او غيرت الله د ياد ولايت پارکور منتخبې لوبډلې ته غوره شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۷:۵۹
Background image

پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٣٥ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٣٥ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د بکخېلو ملنګ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۷:۵۵
Background image

پکتیکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د جاوید لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۷:۵۲
Background image

کابل کې د پاورليفټينگ نهم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د پاورليفټينګ ملي فدراسیون له لوري د کابل ولايت له ۸ کلبونو څخه د ۱۲۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار نهم پړاو ټاکنيزې سيالۍ د. . .

BACK TO NEWS