هلمند؛ په سنګین ولسوالۍ کې د سلو پهلوانانو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ پيل شوې.
د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې د موسی قلعه، نوزاد، ګرشک، باغران، ناد علي، مارجه، کجکي، ګرمسیر، کندهار او روزګان ولايتونو د سلو پهلوانانو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ پيل شوې.
دغه سيالۍ، چې شپږ ورځې به دوام وکړي، په پيل کې د موسی قلعې او سنګين غېږنيونکو غېږې و ايستې، چې په پايله کې حمیدالله، عبدالقوي، فرید احمد، نثاراحمد، عبدالصمد او علي احمد لومړي او دويم مقامونه وګټل.
