هلمند؛ په سنګين ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د ولي افغان اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۰ - ۱۰:۵۸
هلمند؛ په سنګين ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د ولي افغان اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سيالۍ چې ۲۵ لوبډلو پکې ګډون کړی و، د ولي افغان اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

يادو سياليو چې اوه ورځې يې دوام وکړ، پايلوبې ته يې ګرشک اتلانو او ولي افغان اتلانو لوبډلو لار موندلې وه، چې په پايله کې ولي افغان اتلانو لوبډلې د پنځو ويکټو په توپير سيالي وګټله او اتلولي يې ترلاسه کړه.

د دغه ټورنمنټ غوره توپ وهونکی عارف خوشحال و، ده په دغه ټورنمنټ کې ۳۲۵ منډې جوړې کړې.

همداراز غوره بالر زبيح الله ریاض و، چې په دغه ټورنمنټ کې يې ۱۹لوبغاړي سوځولي وو.

بايد يادونه وشي چې د دغو سياليو په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته بېلا بېلې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۷
Background image

پکتيکا؛ زيړوک ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د زيړوک ولسوالۍ په ورژاڼه سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د نواز گل ځدراڼ لوبډلې په. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۴
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو تر منځ د والیبال دوستانه سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړی لوبه کې مومن خیلو لوبډلې د ٢ پر. . .

BACK TO NEWS