هلمند؛ په خانشين ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۲:۲۳
هلمند؛ په خانشين ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د خانشين ولسوالۍ په قلعه نو حوزه کې د لسو غوره لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پيل شوې وې د ش.ه.ي.د عبدالسلام لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې ش.ه.ي.د عبدالسلام لوبډلې خپلې سيالې مومن افغان لوبډلې ته د ۳ پر صفر گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د ويلو ده، چې د دغو سياليو موخه د خانشين ولسوالۍ په کچه د غوره لوبډلې موندل او راتلونکو لوبو لپاره د لوبغاړو لا ښه چمتووالی وو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۸
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو متحد سبک سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دا سیالۍ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۵
Background image

میدان وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د حکیم خېلو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۳
Background image

خوست؛ مرکز متون ښار کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز متون ښار کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د تڼیو منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS