هلمند؛ په بهرامچې ولسوالۍ کې د فوټبال شپنۍ سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت بهرامچې ولسوالۍ په خراسان ورزشي لوبغالي کې د محمد پهلوان له لوري له ورزش امريت سره په همغږۍ د روژې په مناسبت د ٨لوبډلو ترمنځ د فوټبال شپنۍ سيالۍ پيل شوې.
دغه سيالۍ، چې په دوو ګروپونو کې ترتيب شوي، هره لوبډله به په خپل ګروپ کې درې ـ درې لوبې کوي.
د دغو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ اتحاد او ورزش ته هڅول دي.
