هلمند؛ په بهرامچه ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یادې ولسوالۍ په مرکز عمومي لوبغالي کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ چې ۱۶ ورځې يې دوام وکړ پای ته ورسېدې.
د غو سیالیو پایلوبه د ستورو او احمدشاه ابدالي لوبډلو ترمنځ وشوه، لومړی توپوهنه ستورو لوبډلي وکړه او په ټاکلو ۱۴ اورونو کې یې سیالې لوبډلې ته ۱۹۸ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې احمدشاه ابدالي لوبډله د ياد هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او ۲۸ منډو يې ماتې وخوړه.
