هلمند؛ په‌ ناوه ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۲۱:۴۲
هلمند؛ په‌ ناوه ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د هملند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ناوې ولسوالۍ په پارچاوې سيمه کې د ۱۲ د لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو د پيل لوبه د اصغر افغان او اڅک اتحاد لوبډلو ترمنځ وشوه، لومړی توپوهنه اصغر افغان لوبډلې وکړه او په ټاکلو ۱۴ اورونو کې يې د ۴ لوبغاړو په زيان خپلې سيالې لوبډلې ته ۱۴۸ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې اڅک اتحاد لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۲۵ منډې وکړې او په ۲۳ منډو يې ماتې وخوړه.

هېره دې نه وي چې يادې سيالۍ د ناوې ولسوالۍ د ځوانانو ترمنځ د يووالي په موخه پيل شوې او ۱۰ ورځې به دوام وکړي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۵
Background image
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۲
Background image

مولوي امیر خان مت.قي د غیږنیونې بین المللي جشنوارې ګډون کوونکو هیوادونو استازو ته: موږ غواړو د ورزش له لارې له نړۍ سره خپلې اړیکې نورې هم پراخې کړو

د افغانستان ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیـرخان متـ..ــقي کابل کې د دودیزې غیږنیونې جشنوارې کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازي خپل کاري دفتر ته وربللي وو او له دوی سره په خبرو کې یې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۰
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د يووالي جام په نوم د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې،. . .

BACK TO NEWS