هلمند؛ په نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هملند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادعلي ولسوالۍ په ګل آغا بازار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو د پايلوبه د ګل اغا بازار او خپلواک درمان لوبډلو ترمنځ وشوه، لومړی توپوهنه ګل اغا بازار لوبډلې وکړه او په ټاکلو ۱۰ اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته ۱۲۴ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې خپلواک درمان لوبډلې د درېوو لوبغاړو په زيان ياد هدف پوره کړ او په اووه ویکټو يې اتلولي خپله کړه.
هېره دې نه وي چې يادې سيالۍ د نادعلي ولسوالۍ د ځوانانو ترمنځ د يووالي په موخه ترسره شوې او دوې اوونۍ يې دوام وکړ.